دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 288691
پر اسراییلو د ایران د برید په اړه د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه
د نړۍ مختلفو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت د پراخو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو په وړاندې غبرګون ښودلی او د مینځنی ختیځ د عمومی وضعیت په اړه یې اندیښنه ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د هند د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ لارې ته د راستنیدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په سیمه کې د امنیت او ثبات ټینګښت اړین دی.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: د منځني ختیځ اوسنی وضعیت د غزې د جګړې وروستۍ پایلې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۸ پریکړه لیک په تطبیق کې نور ځنډ ته اجازهښه نه ده او شخړه او کړکیچ باید سمدستي پای ته ورسیږي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت: موږ له ټولو خواوو غواړو چې له زغم څخه کار واخلي او د دې سیمې اوسېدونکي د جګړې له خطرونو وژغوري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت: موږ د سیمې د پرمختګونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو او له ټولو خواوو غواړو چې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي او له زغمه کار واخلي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر: پر اسراییلو د ایران برید په منځني ختیځ کې اوسنی وضعیت لاپسې کړکیچن کوي ​​او موږ دغه تاوتریخوالی په کلکه غندو.

د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د ایران له غبرګون وروسته د مصر د بهرنیو چارو وزارت د اعظمي زغم غوښتنه وکړه.

د فارس خلیج د همکارۍ د شورا سرمنشي له ټولو خواوو وغوښتل چې د هرډول تاوتریخوالی د مخنیوي لپاره چې د سیمې ثبات او د خلکو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي، له زغم څخه کار واخلي.

همداشان د چیلي او ارجنټاین په شمول د لاتینې امریکا څو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم د جارحانه اقداماتو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت د پراخو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په ځواب کښې د مینځني ختیځ د عمومي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د چیلي د بهرنیو چارو وزیر "البرټو وان کلاورن" په اکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي: زه په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي د جدي زیاتوالي او د اسراییلي رژیم په وړاندې د ایران د بریدونو په اړه خپله اندیښنه څرګندوم. چیلي د ځواک کارول غندي او د نړیوال بشردوستانه قانون دفاع کوي.

مکسیکو هم د دې برید په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د زرګونو خلکو په ژوند یې اغیز کولی شي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو سکرتریت هم په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: مکسیکو په نړیوالو اړیکو کې د ځواک کارول غندي او په ټولو خواوو غږ کوي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د خپریدو د مخنیوي لپاره سوله ایز حلونه وغواړي.

د ارجنټاین د ولسمشرۍ ویاند مانویل اډورني هم په اکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي: د ارجنټاین ولسمشر جاویر ملی ډنمارک ته خپل سفر لنډ کړی او د یکشنبې په ورځ به هیواد ته راستون شي ترڅو په اسراییل کې د وروستیو پیښو په اړه د بحران کمیټه جوړه کړي.

د اکوادور د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې اعلان کړی چې "موږ د وضعیت څارلو ته دوام ورکوو" او دا چې په سیمه کې له خپلو ډیپلوماتیکو کارکوونکو سره په تماس کې دی.
https://avapress.com/vdcjhoe8vuqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته