افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندهار د هوايي ځواک په مرسته د دغه ولایت په بولدک ولسوالۍ کې دوه تنه هغه هیوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.
بل خوا امنيتي ځواکونو د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې نن سهار شاوخوا درې بجې د يوې کورنۍ هغه غړي چې په يوه مازدا موټر کې په سېلاب کې بند پاتې وو، وژغورل.
په ژغورل شویو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په کچه د وروستيو سختو اورښتونو له امله يو شمېر ولايتونه د سيلابونو شاهدان وو.