افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند سایق جانان پرون یکشنبه د حمل په ۲۶مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې وروستیو سېلابونو د ځاني زیانونو سربېره، د نږدې ۶۰۶ کورونو د ویجاړولو او ۱۹۵۰ جریبه کرنیزو ځمکو امنځته تلو سبب هم شوي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو شاهد دي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
د هغه په وينا، وروستيو اورښتونو په بادغيس، اروزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دايکنډي، کونړ، کاپيسا، پنجشېر، پکتيکا، پکتيا، لوګر، لغمان او هرات ولايتونو کې اورښت د سیلابونو د رامنځته کیدو سبب شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د څه باندې ۸۵ کیلومتره سړکونو د تخریب، د ۲۰۰ څارویو له منځه تلو او د څه باندې زرو کورنیو زیانمنېدو سبب شوي دي.
هغه زیاته کړه، د روانې میاشتې له پیل راهیسې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ ۲۲۸۵۱ اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې وېشل شوې دي.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په راتلونکو ورځو کې د هېواد په سمندري سیمو کې د سختو بارانونو، سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت د حمل په ٢٦مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په ځينو سيمو کې د سېلابونو د راوتلو او د سمندر د سطحې (سيندونو) د لوړېدو امکان شته.
د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت خبرداری ورکړی چې د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې به په راتلونکو ورځو کې اورښتونه دوام ولري.