دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 288771
په هرات کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه
د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ خونه په هرات ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان-قزاقستان د سوداګرۍ خونه د هرات د مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د قزاقستان د سفیر او د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې د رئیس علیم‌خان یسین گلدیف له خوا پرانیستل شوه. 

د چارواکو په وینا دغه خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا او زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده.

مخکې له دې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له استازي سره په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د جوړیدو او په مقابل کې د قزاقستان د مشهورو شرکتونو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ویزو په صادرولو کې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه د لازمو دوه اړخیزو ترانزیتي اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.

باید وویل شي، چې قزاقستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ لري.
https://avapress.com/vdciyvarzt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته