افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۱۵ عزم قول اردو منسوبینو د کندهار- هرات پر لویه لار په سیلابونو کې بند پاتې موټر او مسافر وژغورل.
دغه وزارت زیاتوي، چې تېره ورځ د درېیمې لوا د درېیمې پلې لوا کارکوونکو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې هغه هېوادوال چې په سېلابونو کې بند پاتې وو، وژغورل.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان کړی و چې د کندهار د هوايي ځواک لوا دوه تنه چې په سیلاب کې ایسار شوي وو ژغورلي دي.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې سېلابونه راغلي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.