په سمنګان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د مزارشریف – سمنګان لویه لار چې د سیلابونو او غره له ښویدو وروسته تړل شوې وه، د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ - سمنګان لویه لار چې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، نن دوشنبه (د حمل ۲۷مه) بېرته پرانیستل شوه. د سمنګانو ولايت د فوايد عامې رييس محمد رحمان محمدي وويل چې له دغې لارې د ترافيکو پرمخ تګ راتګ پيل شوى دى. د بلخ – سمنګان لویه لار تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.