افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یاد وزارت په وینا، دغه کسان د حمل په ۲۵مه او ۲۶مه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
پرون دوشنبه (د اپریل ۱۵مه) په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو پرون خبر ورکړ چې د دغه هېواد حکومت به په دوو ورځو کې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي.
ویل کېږي چې په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.