افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي سټنډرډ اداره وايي چې د ازبکستان له حيرتان بندر څخه يې د بې کيفيته تېلو دوه واګونونه چې څه باندې ۱۲۰ زره لېټره کېږي، بېرته لېږلي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، له شیخ ابو نصر فراهي بندر څخه د تېلو ۱۹ نورې بې کیفیته تېل وړونکي ټانکرونه بېرته ایران ته راستانه شوي دي.
دې ادارې یو ځل بیا د هېواد له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته د بې کیفیته توکو له واردولو ډډه وکړي.