افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، د ۲۱۵ عزم قول اردو د دوهمې لوا د منصوري کنډک غړو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه هېوادوال چې په سیلابونو کې بند پاتې وو، ژغورلي دي.
دغه وزارت زیاتوي، چې د خالد بن ولید څلورمې لوا هم د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په سیمو کې په سېلابونو کې بند پاتې موټرونه را ایستلي دي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د دغه وزارت د چارواکو له خوا د کندهار- هرات پر لویه لار د سیلابونو له امله د را ایستل شویو موټرو او مسافرو د ژغورنې اعلان کړی و.
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ویاند په وینا، د جمعې له ورځې راهیسې د افغانستان ډېری ولایتونه د سېلابونو شاهد دي، چې ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.