افغان غږ خبری آژانس کابل: د کنړ ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دیوال د نړېدو له امله ۲۶ تنه ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د یوه وژل شوي کس د جنازې د مراسمو پر مهال رامنځ ته شوې او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.