افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چې د روسیې د سیلانیانو یوه ډله پنجشیر ولایت ته د تفریحي سیمو، طبیعي جاذبو او تاریخي جهیلونو د لیدو په موخه تللې.
د سيلانيانو په دې ډله کې شپږ ښځې او يو نارينه جوړوي.
بايد يادونه وشي چې د اسلامي امارت له جوړېدو او د نړيوال امنيت له تامين سره افغانستان ته د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.