افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت وايي چې په دغه ولایت کې یې د کوکنارو د اړولو د کمپاین له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې شپږ زره جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه کړې ده.
د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په څه باندې لسو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي. یو شمیر بزګران د بدیل کښت د برابرولو غوښتونکي دي.
د هېواد په شمال ختيځ کې بدخشان ولايت يو له هغو ولايتونو څخه دى چې نشه يي توکي په کې تر ټولو ډېر کرل کېږي او سږ کال يې تر لسو زياتو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو د اړولو کمپاين دوه مياشتې وړاندې پيل شوى او تر اوسه دوام لري. د چارواكو په وينا، په دې موده كې ۶۳۰۰ جريبه مځكه د كوكنارو له بوټو پاکه شوې ده.
د چارواکو په وینا، کشم، ارګو، درایم او جرم ولسوالۍ د هغو ولسوالیو له ډلې دي، چې د نورو کرنیزو توکو په پرتله پکې کوکنار کرل کېږي او د کوکنارو د اړولو کمپاین یې تر هغې دوام لري، چې په دې ولسوالیو او په ټولیزه توګه په بدخشان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ شي.