دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 290940
ټام ویسټ په افغانستان کې د "داعش خراسان" د ګواښونو په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي
د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ له ترکي چارواکو سره په د داعش خراسان د ګواښونو او په افغانستان کې د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له ترکي چارواکو سره د داعش خراسان د ګواښونو او په افغانستان کې د طبیعي پیښو له قربانیانو سره د بشري مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.

نوموړی وايي، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د داعش خراسان ډله نوره هم پیاوړې شوې او دا هېواد هغومره خوندي نه دی لکه درې کاله وړاندې چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلود.

دا خبرداری په افغانستان، ایران، روسیې او پاکستان کې د داعش خراسان ډلې له وژونکو بریدونو وروسته صادرېږي، چې پوځي او ملکي وګړو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

باید وویل شي، چې په افغانستان، ترکیې، تاجکستان، ایران، پاکستان او د جرمني، سویډن او اتریش په ګډون په ځینو اروپايي هېوادونو کې لسګونه کسان له داعش سره د خراسان په نوم د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

داعش خراسان چې مشري یې د کابل پوهنتون پخوانی محصل ثناالله غفاري کوي، ویل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د پاکستاني طالبانو او ځینو نورو ترهګرو ډلو له منحرفه قوماندانانو څخه جوړه شوې ده. 

اسلامي امارت تر اوسه د ټام ویسټ د نوې څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي، خو د حکومت ویاند په وار وار ویلي چې داعش په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري او ځپل شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې هم څو څو ځله غربي هیوادونه د داعش په پیاوړي کولو تورن کړي دي.

همدارنګه د اسلامي امارت د دفاع وزارت د می په ۷مه یوه اعلامیه خپره کړه او ادعا یې وکړه چې داعش خراسان څانګه د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کاروي، چې اسلام آباد رد کړه.
https://avapress.com/vdcjxye8yuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته