دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 34794
د ملي امنیت شورا غونډې د افغانستان د ملي اردو په اوږد مهالې ستراتیژۍ باندې خبرې وکړې
د وسله وال پوځ سر اعلی قوماندان حامدکرزي د ملي دفاع وزارت پر ستراتیژۍ باندې د څیړنې او کتنې د رپوټ له آوریدو وروسته، د ملي اردو د تشکیلاتي جوړښت، د هغې د سمبالښت او اکمال د څرنګوالي، په ځانګړۍ توګه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په مستقله توګه د هېواد د دفاعي ځواکونو د تمویل او د هغو د منابعو د تامین په اړه، مشخصې پوښتنې مطرح کړې.

د ملي امنیت شورا غونډې د افغانستان د ملي اردو پر ځواکمن کیدلو باندې خبرې
وکړې.

په دغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست د مرستیالانو، ستر وزیر، د ملي دفاع،کورنیو چارو، بهرنیو چارو او د مالیې وزیرانو، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست،د ملي امنیت لوی رئیس، لوی درستیز، د وسله وال پوځ د یو شمېر جنرالانو اود مسوولیتونو د لېږد دکمیسیون د رئیس په ګډون، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ملي اردو د ښوونې او روزنې او سمبالښت، په ځانګړې توګه د هغې د پیاوړتیا او ځواکمنۍ لارې چارې چې وکولای شي په اوږدمهال کې په مستقله توګه د افغانستان دفاع په خپله غاړه واخلي، تر غور او څیړنې لاندې ونیول شوې.

د وسله وال پوځ سر اعلی قوماندان حامدکرزي د ملي دفاع وزارت پر ستراتیژۍ باندې د څیړنې او کتنې د رپوټ له آوریدو وروسته، د ملي اردو د تشکیلاتي جوړښت، د هغې د سمبالښت او اکمال د څرنګوالي، په ځانګړۍ توګه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په مستقله توګه د هېواد د دفاعي ځواکونو د تمویل او د هغو د منابعو د تامین په اړه، مشخصې پوښتنې مطرح کړې.

په یادو موضوع ګانو باندې له خبرو اترو وروسته، دملي امنیت شورا د ملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله چې مطرح شویو پوښتنو ته دې په راتلونکې غونډه کې ځوابونه وړاندې کړي ترڅو د هغو په رڼا کې په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceef8x.jh8eoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته