دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 35841
پاکستاني چارواکي د قطر له مشرانو سره د افغانستان پر سوله خبرې کوي
پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم هیواد ګڼل کېږي او باور کېږي چې د هغو وسله والو ډلو په منځ کې زیات نفوذ لري چې د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني به روانه اوونۍ دوحې ته لاړ شي چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د قطر له چارواکو سره خبرې وکړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستان د حکومت د یوه ویاند له قوله ویلي چې د پاکستان صدراعظم به د دې سفر په لړ کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د خپل هیواد دریځ څرګند کړي.
افغان طالبانو تېره میاشت اعلان وکړ چې په قطر کې به سیاسي دفتر پرانیزي او په دې توګه یې وښودله چې د سولې په خبرو کې برخې اخیستو ته تیار دي.

ویل کېږي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو د پرېکړې په اړه افغان او پاکستاني چارواکي زیات خوښ نه دي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو هیوادونو چارواکي وايي چې دوی د قطر له پروسې لېري ساتل شوي دي.

پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم هیواد ګڼل کېږي او باور کېږي چې د هغو وسله والو ډلو په منځ کې زیات نفوذ لري چې د افغانستان د دولت پرضد جنګېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی عبدالباسط وویل:«زموږ صدراعظم به په همدې موضوع د قطر له مشرانو سره خبرې وکړي. دی به همداراز د پاکستان د دریځ په باب قطري چارواکو ته مالومات ورکړي.»



د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ترینګلې شوې وې خو کابل ته له وروستي سفره وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې تر ډېره عادي شوي دي.



دې په کابل کې وویل چې هیواد یې تراوسه پوري د قطر د پروسې په شمول د افغانستان د سولې په بهیر کې هیڅ راز برخه نه ده لرلې خو که افغانان د پخلاینې پر یوه چوکاټ سره موافقې ته ورسېږي پاکستان تیار دی چې د حقاني شبکې په شمول د افغانستان د دولت وسله والې مخالفې ډلې د سولې پروسې ته وهڅوي.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستان د حکومت یوه مقام وویل:«سره له دې چې دا مسله په ځانګړي ډول په اجنډا کې شامله نه ده خو په قطر کې د سولې د پروسې او هلته د طالبانو د دفتر په شمول به د افغانستان په اړه له قطري چارواکو سره خبرې وشي.»

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له کابله خپل هیواد ته تر ستنېدو یوه ورځ وروسته په اسلام اباد کې وویل چې دا به هم د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره قطر ته لاړه شي.

ټاکل شوې ده چې پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ دوحې ته لاړ شي او د چهارشنبې تر ورځې په دغه هیواد کې پاتې شي.


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizvap.t1aw526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته