د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول چې قطر ته په دوه ورځني سفر تللی، په دې ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د پخلاینې خبرې به یوازې د افغانانو له خوا پر مخ ځي.
ډاکټر رسول د سې شنبې په ورځ قطر ته له رسیدو وروسته له خپل سیال سره ولیدل.
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر خالد العطیه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له کتنې او خبرو وروسته وویل، چې هېواد یي طالبانو ته د یوه سیاسی دفتر د پرانیستلو چارې پر مخ وړې تر څو له ټولو اړخونو سره ډيالوګ بیرته فعال شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د سفر په لومړۍ ورځ ددي هیواد له امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره هم وکتل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)