دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 56385
زلمی رسول: په قطر کې د طالبانو دفتر به یوازې د سولې د خبرو لپاره وي
افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول وايي؛ له امریکايي چارواکو سره په دې سلا شوي، چې په قطر کې به د طالبانو لپاره پرانیستل کیدونکې دفتر یوازې د سولې د خبرو لپاره د تماس یو دفتر وي او طالبان به ترې د نورو اهدافو لپاره کار نه اخلي.

نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته سره خبرو کې یو واربیا د افغان حکومت ځینې شرطونه تکرار کړل او ویې ویل، چې امریکايي لورې ورسره دا شرطونه منلي دي، د ښاغلي رسول په وینا، په دې دفتر کې به هغه طالبان راځي چې ريښتیا د طالبانو استازي واوسي او باید د افغانستان د سولې د عالي شورا سره چې د افغانستان استازیتوب کوي خبرې وکړي.

نوموړی د خپلو نورو شرطونو په اړه وویل چې دا به د طالبانو سیاسي نمایندګي یا سفارت ته ورته څه نه وي او طالبان به ترې د پیسو راټولولو لپاره هم کار نه اخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وویل؛ چې اوس باید په دې اړه د قطر له چارواکو سره چیرې چې د طالبانو لپاره دفتر جوړیږي؛ خبرې وشي او قطر حکومت هم باید زموږ دا شرایط تضمین کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8n.jh8pvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته