دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 39321
زلمی رسول: د افغانستان خاوره به د بل هېواد پرضد د پوځي اقدام لپاره ونه کارول شي
زلمي رسول دا خبره له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې چې تمه ده نن په بشپړه توګه خپره شي،کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به ددې هیواد خاوره د کوم ګاونډې یا سیمې د هیواد پر ضد د حملې لپاره ونه کارول شي.

زلمي رسول دا خبره له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې چې تمه ده نن په بشپړه توګه خپره شي،کړې ده.

نوموړي ویلي په افغانستان بهرني ځواکونه ددې هیواد د امنیت او افغان ځواکونو د روزنې مسولیت لري.

د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې هیواد يې له پاکستان سره د ټینګو اړیکو غوښتونکی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfymdm.w6d10az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته