دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 39151
یوه پولیس بیا هم د اربکیانو د یوه قوماندان په ګډون دری پولیس ووژل
طالبانو همداراز په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په نورستان کې دڅلورافسرانو په ګډون ۲۰ سرحدي پوليس له دوی سره يوځای شوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تهران رادیو ته وویل بیګا لس بجې د قندوز ولایت په چهار درې والسوالۍ کې یوه پولیس د اربکیانو د یوه مشهور قوماندان ضیاء په ګډون دری پولیس ووژل او له طالبانو سره یو ځای شو .
طالبانو همداراز په يوه راليږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په نورستان کې دڅلورافسرانو په ګډون ۲۰ سرحدي پوليس له دوی سره يوځای شوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تيره ورځ ناوخته يې د نورستان ولايت دبرګمټال ولسوالۍ نه خبر ترلاسه کړ چې مازديګرشاوخوا څلوربجې په دغه ولسوالۍ کې شل تنه سرحدې پوليس له خپلو سپکو او درنو وسلو سره له دوی سره يو ځای شول.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي، چې له سرتيرو په درناوی هرکلئ شوی او دا نه يوازې په نورستان وﻻيت کې دولتي عسکر د دوی لوري ته اوړي بلکې د افغانستان له نورو سيمو هم دا ډول خبرونه خپریږي .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqq9w.ak9yn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته