دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۸
د مطلب کود : 40693
د مالیې وزیر د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په کلنۍ غونډه کې د ګډون له پاره واشنګټن ته ولاړ
دې خبرو اصلې ټکی په شیکاګوکې کنفرانس او په هغه کې د نړیوالو مرسته کوونکې ژمني دي، چې د افغان امنیتې ځواکونو سره به یې کوي اوهمدارنګه د توکیو کنفرانس، چې د جولای په میاشت کې به ترسره شي
د افغانستان د مالیې وزیر، ښاغلی ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د یوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ، په یو رسمې سفر د نړیوال بانک اود پیسو نړیوال صندوق په کلنۍ ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا متحده ایالاتونو پلازمینې واشنګټن ته ولاړ.
ډاکټر زاخیلوال به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د نړیوال بانک له ریئس، د نړیوال وجهې صندوق له مرستیال، د ایران اوپاکستان د مالیې وزیرانو، د انګلستان د نړیوالې پراختیا وزیر، د امریکا د نړیوالي پراختیاوزیر، د امریکا د خزاینود سیکرترمعاون، د استرالیا اونړیوال بانک نوروغړو او د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق اوامریکایي لوړ رتبه چارواکوسره خبرې وکړې.
د دې خبرو اصلې ټکی په شیکاګوکې کنفرانس او په هغه کې د نړیوالو مرسته کوونکې ژمني دي، چې د افغان امنیتې ځواکونو سره به یې کوي اوهمدارنګه د توکیو کنفرانس، چې د جولای په میاشت کې به ترسره شي، په دې کنفرانس کې به نړیواله ټولنه له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د بیارغاونې او د امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه خبرې او مذاکرات ترسره شي.
د یادولو وړده چې ښاغلی، زاخېلوال د توکیو د کنفرانس ته د چمتووالي مسؤلیت په غاړه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmex.uqeyhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته