دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 42184
د نیشه یي توکو د قاچاق او نړیوال تروریزم ترمنځ نیغ په نیغه اړیکه وجود لري
د نیشه یي توکو د قاچاق او نړیوال تروریزم ترمنځ نیغ په نیغه اړیکه وجود لري او هغه کسان چې د نیشه یي توکو په قاچاق کې ښکیل دي، ډیری یې افغانان نه دي خو له بده مرغه افغانستان له دغې مسئلې څخه ځوریږي ځکه چې د نیشه یي توکو د کارو بار بدنامي افغانستان ګالي خو ګټې یې نور اوچتوي .

حامدکرزی: د نیشه یي توکو د کارو بار بدنامي افغانستان ګالي خو ګټې یې نور اوچتوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د نیشه یې توکو او د سازمان ورکړلو شویو جرمونو پرخلاف د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له مرستیال یوري فیدویتوف سره، نن غرمه په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې لومړی د هېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر رپوټ واورید او د دغه دفتر لخوا د نیشه یي توکو د تولید او قاچاق پرخلاف د مبارزې په کارکې د بې دریغه همکارۍ له امله مننه وکړه اوپه دې اړه یې د دغه سازمان همکاري اړینه وبلله.

حامدکرزي دېته په اشارې سره چې د بل هر هېواد په پرتله افغانستان ته د نیشه یي توکو د تولید او قاچاق له امله بې شمېره زیانونه رسیدلي دي، وویل چې د نیشه یي توکو د قاچاق او نړیوال تروریزم ترمنځ نیغ په نیغه اړیکه وجود لري او هغه کسان چې د نیشه یي توکو په قاچاق کې ښکیل دي، ډیری یې افغانان نه دي
خو له بده مرغه افغانستان له دغې مسئلې څخه ځوریږي ځکه چې د نیشه یي توکو د کارو بار بدنامي افغانستان ګالي خو ګټې یې نور اوچتوي .

د هېواد جمهوررئیس په دغه کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې په
افغانستان کې د نیشه یي توکو د تولید او قاچاق پرخلاف د کلکې مبارزې لپاره یوه پیاوړې سیاسي اراده وجود لري خو د دې لپاره چې د دغې کرغیړنې پدیدې پرخلاف هیڅ یو هېواد نه شي کولای په یوازیتوب سره مبارزه وکړي، نو دېته اړتیا ده چې د دغې پدیدې دله منځه
وړلو لپاره نړیواله ټولنه په پراخه پیمانه لاس په کار شي ترڅو له یوې خوا د نیشه یي توکو د تولید او قاچاقو مخه ونیول شي او له بلې خوا د افغانستان اقتصادي نظام پیاوړی او بزګران نور مجبورنه وي چې کوکنار وکري.

حامدکرزي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالي ته د اشارې په ترڅ کې وویل:په هغو سیموکې چې د د دولت تر کنټرول لاندې دي د کوکنارو کرنه تر ډیره حده کمه شوې ده، یوازې په هغو سیمو کې چې هلته د دولت کنټرول کمزوری او یا د مخالفینو
تر ولکې لاندې دي، کوکنار ډیر کرل کیږي.

دنیشه یي توکو او د سازمان ورکړل شویو جرمونو پرخلاف د مبارزې په چاروکې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستیال یوري فیدویتوف د نیشه یي توکو او جرمونو پرخلاف د مبارزې په لاره کې د دغه سازمان د همکارۍ د دوام ډاډ څرګند کړ، وې ویل کومه لاره چې افغانستان د نیشه یي توکو پرخلاف د مبارزې لپاره ټاکلې او په کوم تګلوري چې روان دی، سم تګلوری دی او هیله ده چې مطلوبې پایلې به ورڅخه ترلاسه شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtq9t.ak9x74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته