د ملي امنیت شورا په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړل شو ترڅو درې سوه پولیس د اموسیند د نفتي پروژې د ساتنې لپاره وګماري.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ جوړه شوې وه د هیواد د کانونو په ساتنې خبرې وشوې.
د افغان حکومت له خوا دغه اقدام وروسته له هغه کیږي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د جنرال عبدالرشید دوستم ملیشې د هیواد په شمال کې د کانونو له قراردادیانو څخه د باج غوښتنه کوي.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)