دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 43525
په کونړ کې یوویشت تنه وسله وال مخالفین وژل شوي
دغه عملیات د وټه پور او ماڼوګۍ په ولسوالیو کې هغه مهال وشول، چې د دولت وسله والو مخالفینو په ایتلاف ځواکونو برید وکړ.
د نړېوالو ځواکو په هوايي برید کې تیره شپه په کونړ کې یوویشت تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي په سیمه کې د ازادۍ راډیو ته خبریال ته ويلي، چې دغه عملیات د وټه پور او ماڼوګۍ په ولسوالیو کې هغه مهال وشول، چې د دولت وسله والو مخالفینو په ایتلاف ځواکونو برید وکړ.

واصفي وایي، چې په دې برید کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته تاوان نه دی رسیدلی.

خو د دولت وسله والو مخالفینو بیا پدې هکله تر اوسه څه نه دي ویلی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnn9t.ak9wx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته