دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 45989
یوناني پولیسو یو افغان له خپل اپارتمانه لاندې غورځولی
تاند - په یونان کې د افغانانو یوې ټولنې له پولیسو شکایت کړی چې د یوه افغان اپارتمان ته ننوتي او هغه یې له تراسه لاندې غورځولی دی.

له اتن څخه د تاند د راپور له مخې د دې پېښې په نتیجه کې غورځول شوی افغان سخت ټپي شوی او اوس په روغتون کې بستر دی.

د افغان کډوالو په وینا یوناني پولیس له کډوالو سره د اروپا د قوانینو خلاف خورا ناوړه او ځیږ چلند کوي.

په یونان کې د افغان کډوالو ټولنې (The Association of Afghans United in Greece) د دغه هیواد د عمومي نظم وزیر نیکوس دیندیس(Nikos Dendias) ته په یوه پرانستي لیک کې شکایت کړی چې یوناني پولیس په پلازمېنه اتن کې د یوه افغان کور ته ننوتي او بې دلیله یې هغه لاندې غورځولی دی چې په نتیجه کې یې افغان سخت ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

د افغانانو ټولنې د پېښې د شاهدانو په قول ویلي، دوه پولیس د اتن په مرکزي برخه کې د احسن حسین زاده کور ته ننوتي او هغه یې د پیسو د نه ورکولو په خاطر د خپل اپارتمان له بالکوني (تراس) غورځولی دی.

حسین زاده ادعا کړې چې پولیسو وهلی او مخکې تر دې چې لاندې یې وغورځوي له ده یې د پیسو غوښتنه کړې وه. ده ویلي چې انډیوالان یې په تېښته بریالي شوي دي.

د افغانانو ټولنې د عامه نظم له وزیره غوښتنه کړې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccooq0.2bqp48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته