دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 47064
د هیواد د خپلواکۍ د ساتنې او پرمختګ یوازینۍ لار ښوونه او روزنه ده
دهيواد د خپلواکۍ د ۹۳ مې کليزې په وياړ د هيواد د پوهنې د وزير پيغام

ویاړم چې د اسلامي افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۹۳ یمې کلیزې د را رسیدو په ویاړ خپل اتل، مسلمان او په دین او هیواد مین ولس ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د ۱۲۹۸ کال د اسد اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ورځ زموږ د اتلو نیکو نو او پلرونو د سر ښندنو او اتلولیو پایله ده . موږ په داسې حال کې د ا ورځ لمانځو، چې په تېرو څو کلونو کې موږ خلک د ژوندانه په بېلابېلو ډګرونو کې د سترو او ویاړمنو لاسته راوړنو اوبریاوو شاهدان دي.
پرځای به وي، چې ددې ویاړلې ورځې په مناسبت د افغانستان د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې شهیدانو ته دوعا وکړم او هیله من یم، چې وکړای شو دغه ستر نعمت په ملي کچه ښه ولمانځو.
لکه څنګه چې د ازادۍ تر لاسه کول اسانه کار نه دی، همدارنګه د هغې او په ازادۍ پورې د اړوندو سرښندنو او قهرمانیو ساتنه هم ساده خبره نه ده. دغه کار د هیواد په مینه د روزل شویو او ژمنو انسانانو تربیې او روزنې ته اړتیا لري، ځکه چې دیوه ملت د خپلواکۍ د ساتنې بنسټ یوازې او یوازې پر علم او پوهې ټینګېدلای شي.
د همدې لپاره لازمه ده چې د هیواد بچیان په نویو او وروستیو علمي اوعصري مهارتونو سنبال او د الله (ج) پیژندنې او هیواد پالنې په روحیه وروزل شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره اړیو، چې د هیواد بچیانو ته د اسلام د سپېڅلي دین د ارزښتونو، افغاني اصیلو دودونو او د وخت له غوښتنو سره سم علمي، روزنیز، معیاري او متوازن خدمات وړاندې کړو .
دغه اهداف د سواد زده کړې د عامولو، پراخولو او د پوهنې له نظام سره د هر اړخیزې مرستې له لارې تر لاسه کیدای شي .
درنو هیوادوالو! راځئ په هیواد کې د ښوونیز سیستم او د هیواد د بچیانو د روزنې لپاره د پوهنې وزارت له پلانونو څخه د ملاتړ له لارې د نړۍ د ملتونو په خواکې د خپل هیواد او ملت ځای اوچت او ثابت کړو.
د خدای پیژندنې د خونو دروازې د هیواد پالنې په روحیه د خپلو اولادونو پر مخ پرانیستې وساتو او دا ومنو، چې د هیواد د خپلواکۍ د ساتنې او پرمختګ یوازینۍ لار ښوونه او روزنه ده .
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdci5ua5.t1ayq26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته