دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 47612
دناپییلي غورځنګ دغونډې ښه هرکلي اروپايي هیوادونه وشرمول
دایران دخارجه وزارت ویندوی وویل په هغه ښه هرکلي سره چې په تهران کښې دناپییلي غورځنګ دغونډې شوی لویدیځ هیوادونه دخپلو خلکو دعمومي افکارو په وړاندې وشرمیدل . رامین مهمان پرست پرون له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په تهران کښې دناپییلي غورځنګ دغونډې دترسره کیدا په باره کښې دلویدیځو رسنیو لخوا دځینو خپرو شویو خبرونو په باره کښې وویل داروپايي هیوادونو رسنیو هڅه وکړه یوه مصنوعي فضا رامینځته کړي او پروپاګنډې وکړي چې ایران په سیاسي انزوا کښې دی خو په هغه هرکلي سره چې دناپییلي غورځنګ دغونډې شوی لویدیځ هیوادونه خپلو خلکو ته شرمیدلي دي . دایران دخارجه وزارت ویندوی دغه راز دایران له اټومي مرکزونو دمصر دولسمشر محمد مرسي او دملګروملتونو دسرمنشي بان کي مون په شمول دځینو مقاماتو کتنې ته په اشارې سره وویل په تهران کښې دناپییلي غورځنګ په غونډې کښې ګډون کونکي پلاوي دایران اټومي مرکزونه ، سترې صنعتي پروژې او دغه راز د سیل ځایونه کتلای شي . دایران دخارجه وزارت ویندوی په تهران غونډې کښې دعرا ق داستازي دګډون په باره کښې وویل له دې وروسته چې دعرا ق ولسمشر جلال طالباني ونشو کولای چې په تهران غونډې کښې دستړیا له کبله ګډون وکړي دعراق لومړي وزیر نوري مالکي ته به نوي بلن لیک واستول شي . هغه دسوریې په باره کښې دناپییلي غورځنګ دغونډې په څنګ کښې دترسره شویو خبرو په اړه وویل هڅه کیږي ددغه غونډې په څنګ کښې دسوریې دکړکیچ دحل په لړ کښې دسلامشورو لپاره دهیوادونو له ګډون څخه استفاده وشي او له غونډې وروسته به هم دسوریې په باره کښې بحثونه وشي . دناپییلي غورځنګ دغړیو هیوادونو د لوړ رتبه کارپیژاندو دوه (۲) ورځنۍ غونډه چې له یکشنبې ورځې څخه په تهران کښې پیل شوي وه پرون مازیګر ختمه شوه . له نن څخه تر دوو (۲) ورځو پورې دناپییلي غورځنګ دغړیو هیوادونو دخارجه وزیرانو غونډه جوړیږي . دناپییلي غورځنګ د غړیو هیوادونو دمشرانو شپاړسمه (۱۶) غونډه به هم داګست په دیرشمه (۳۰) او یودیرشمه (۳۰) نیټه په تهران کښې وشي .
سرچينه : د صدای افغان خبر اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi-nk.23nqzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته