دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 48707
د تلفاتو له حیرانیدوکي کمښت سره سره په افغانستانکې دماشومانو د مرګ او مړنیې کچه هماغسې لوړه ده
دملګرو ملتو دماشومانو صندوق(یونیسف) په خپل نوي راپور کې اعلان کړی چې له پنځه کالو څخه دکم عمره ماشومانو مرګ او مړنیې کچې په نړۍ کې حیرانووکی کمښت موندلی او له مختلفو ناورغیو څخه د ماشومانو د لفاتو شمیره له 500 زرو څخه تنوته رسیدلې ده.
د افغانستان د عامې روزغتیا د وزارت ویاند«حفیظ الله فیاض» وایې: د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقول د میندو پوهاوی او دمورله شیدو څخه د ماشومانو تغذیه په هیواد کې دمیندو او ماشومانو دمرګ او مړینې د مخنیوي لپاره ددې وزارت له کوټلو پلانونو څخه دی.
هغه له«افغان غږ خبری آژانس» اژانس سره دخبرو اترو په ترڅ کې اعلان کړل چې دهغې سروې له مخې چې په ټول هیواد کې دعامې روغتیا د وزارت له خوا بشپړه شوې په خوا شنیۍ سره باید ووایو چې د مایندو او ماشومانو مرګ او مرینه په هیواد کې یوه لویه شمیره ښایي.
ددغه مسول واکمن په وینا: په مخکنیو کلوکې هر کال په هیواد کې د یوزر تو او شوو ماشومانو له منځه ۱۶۰ ماشومان له پنځه کلنۍ نه وړاندې د وزن د کمښت او دمور له شیدو څخه دنه ګټې اخستنې او نورو ډول ډول ناروغیو لامله خپل ځانونه له لاسه ورکول څو دغه شمیره نن ۷۷ او ۹۷ ترمنځ رسیدلې ده. 

دهغه په وینا: د ماشومانو خورا ډیر تلفات دمور له شیدو څخه د نه استفادي اونه تغذیې له امله په لیرې سیمو کلیو اوهغو ځایونو کې په ګوزڼ کم وزنۍ او نورو ناروغیو مبتلا کیږي چې خلک روغتیایي خدمتونو ته لږ لاس رسی لري. 

فیاض زیاته کړه: په هیواد کې دمیندو او ماشومانو د مرګ او مړنیې دمخنیوي لپاره د ماشومانو دګوزڼ د واکسین او د میندو دشیدو په برخه کې پو هاوی همداسې ادامه لري.
هغه دپورتنې مطلب د بشپړتیا په اړه یادونه وکړه:د مورله پيو تغذیه په ډول ډول ناروغیو د ماشومانو دمبتلا کیدو مخنیوي کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند څرګنده کړه: چې د مور له پيو د ماشومانو تغذیه دڅو کاله وړاندې په نسبت لوړه شوې او دهیواد په ډیرولیرې پرتو سیمو ولسوالیو او قریو رغتیایي خدمتونو پراختیا موندلې ده.
فیاض دخپلو خبرو په ادامه وویا: دلاسته راغلې شمیرې پربنسټ د ماشومانو خورا ډیر تلفات په لیږي پرتو سیمو یعنې ولسوالیو او قریو کې چې هلته د غرنیو او سختو سیموکې دتګ راتګ دستونزو په دلیل روغتیایي خدمتونو اوپو هاوي ته لږه لاسرسي کیږي پیسښیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd550o.yt0jz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته