دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 48915
د ناټو پر پوخیانو د افغان ځواکونو پر حملو د امریکا د لوی درستیز غبرګون
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسې وايي د افغان ځواکونو له خوا پر امریکايی یا ناټو پوځیانو حملې د افغانستان د جګړې هلوځلو ته تر ټولو زیاتې خطرناکې دي.

جنرال دیمپسې وویل چې د افغانستان حکومت ته پکار ده چې دا ستونزه هومره جدي وګڼي چې امریکايي او ناټو قومندانان او چارواکي یې ګڼي.

د امریکا لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې په هلمند او زابل ولایتونو کې په دوو پېښو کې افغان ځواکونو د ناټو شپږ پوځیان ووژل.

د دغو پوځیانو له وژل کېدو سره په روان میلادي کال کې د افغان ځواکونو له لوري د ناټو پوځیانو د تلفاتو شمېر۵۱ تنو ته ورسېد.

د امریکا لوی درستیز، چې اروپا ته په سفر تللی او پرون /یکشنبه/ ناوخته یې د پینتاګون د خبري سرویس له لارې خبرې کولې، وویل چې دا ستونزه ناټو او امریکايي پوخیان په یوازې ډول په ډېرو سختو هڅو نه شي حل کولی.

وروستۍ پېښه، چې څلور امریکايي پوځیان پکې ووژل شول، په داسي حال کې وشوه چې په افغانستان کې مېښتو امریکايي پوځیانو د احتیاطي تدابیرو په لړ کې د افغان سیمه ییزو پولیسو د روزنې کار د مخکینیو حملو په خاطرځنډولی و.
سرچينه : در صدای افغان خبری (آوا)
https://avapress.com/vdceno8e.jh8vzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته