دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 51685
 د ننګرهار د پوهنې رياست۳۵ اداري کارکوونکو ته دظرفيتونو دلوړولو ولس ورځني روزنیز ورکشاپ جوړ شو.په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اداري کارونو په تړاو نوې روزنه ور کول کیږي او دا ور ښوول کیږي چې په څه ډول خپلې چارې ساده او ښې تنظیم کړي.
جلال اباد کي دسويډن کميټې په اداره کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې دپوهني رياست تدريسي مرستيال او سرپرست استاد اول ګل ابوزاهد په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوال خپلو مسولیتونو ته ځیر کړل او د داډول ورکشاپونو جوړول يې دظرفيتونو د لوړولو په موخه ګټور وبلل دپوهنې رياست سرپرست دمرسته کوونکې
ادارې نه دمننې په څرګندولو سره دورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې په ورکشاپ کې د بحث وړ ټول مسايل په پوره غور وڅاري او بيا يې په خپلو کاري ساحو کې پلي کړي دغه دولس ورځنی ورکشاپ دپوهنې ریاست په همکاری او د سویدن ګمیتې په مالي مرسته جوړ شوی چې د پوهنې رياست دپلټنې اونورو اداري څانګو پنځه ديرش تنه کارکوونکي برخه لري.
سرچينه : د صدای ا فغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpeqp.2bqs48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته