دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 53199
دننګرهار هوايي ډګر په نننۍ جګړه کې ٩ وسله وال بريدګر ووژل شوه
نن سهار شاوخوا ٥ بجې او ٣٠ دقيقې د وسله والو مخالفينو يوې ډلې په ننګرهار هوايي ډګر ډله ييز بريد وکړ ، چې د ننګرهار د امنيتي موظفينو له سخت غبرګون سره مخ شوه او په ترڅ کې يې ٩ تنه وسله وال مخالفين ووژل شوه.

په دغه جګړه کې لومړى د هوايي ډګر په دروازه کې دوه موټر بم چاودنې ترسره شوې او وروسته ٣ ځانمرګو بريدګرو خپلو ځانونو ته چاودنه ورکړه ، چې څلورو نورو بريدګروغوښتل هوايي ډګر ته ننوزي او خپل ځان ته چاودنه ورکړي ، چې مخکې تر چاودنې افغان امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شوه.

په دغه ګړه کې د ٣ تنه افغان ساتونکي شهيدان او ١١ نور ټپيان شوي دي دا په داسې حال کې ده چې د مخالفينو په ننني بريد کې ٢ تنه عام وګړي هم شهيدان او ٣ ټپيان شوي دي، په سيمه کې امنيتي موظفين په پلټنه بوخت دي تر څو د دې جګړې پاتې عاملين تثبيت او لمنځه يې يوسي.

بريدګر ، چې د ملي اردو په جامو کې راغلي وه ، غوښتل ، يې چې هوايي ډګر ته ننوزي او په جګړه لاس پورې کړي ، چې مخکې تر ننوتلو د پوليسو له مقاومت سره مخ شوه او تر دوه ساعته جګړې وروسته ټول ووژل شوه.

دننګرهار والي ګل اغا شيرزي په دغه بريد کې د ملکي وګړو او افغان ځواکونو پر شهيد کيدلو او ټپي کيدلو سخته خواشيني څرګنده کړه او د مخالفينو دغه بريد يې په کلکه وغنده

ننګرهار والي په دغه جګړه کې د افغان امنيتي ځواکونو د ميړانې ستاينه وکړه ، چې مخالفين يې د ميدان هوايي په دروازه کې يې لمنځه يوړل او ميدان ته د ننوتلو مخه يې ونيوله او له پښو يې وغورځول .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceoz8n.jh8xoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته