دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 55405
د کندز په امام صاحب کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې دوه تنه ووژل شول
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې دوه تنه ووژل شول.

امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي ازادۍ راډیو ته وویل، چې حمله نن سهار وختي د کونجک په کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو دوو تنو کې یو د طالبانو غړی قاری نورالله وو، چې د دوي تر تعقیب لاندې و.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې په کندز کې بې پیلوټه الوتکه هوایی حمله کوي.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnt9n.ak9nz4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته