دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 58411
فضل الرحمن له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تللی
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په شخصي سفر قطر ته تللی چې له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر حفظ حسین احمد د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې فضل الرحمن غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي. ده ونه ویل چې فضل الرحمن له افغان طالبانو سره د افغانستان د سولې او که د پاکستاني طالبانو او د دغه هیواد د حکومت ترمنځ د سولې په اړه خبرې کوي.
که څه هم پاکستاني طالبان ظاهراً ملا عمر خپل مشر بولي خو په تېرو وختونو کې یې د پاکستان د پوځ پرخلاف د حملو نه کولو په اړه د هغه غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو یو شمېر استازي د قطر په دوحه کې ځای پرځای شوي او د راپورونو له مخې د امریکا د حکومت له استازو سره خبرې کوي.
حفیظ حسین احمد وویل چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د شخړې د حل لار دا نه ده چې له قوې څخه کار واخیستل شي. ده له دواړو خواوو وغوښتل چې په سیمه کې د سولې او ثبات د بېرته رامنځته کېدو لپاره خبرو ته کښېني.
د جمعیت علمای اسلام دغه مشر د پاکستان له حکومت او پوځه هم وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د خبرواترو وړاندیز جدي وګڼي.
پاکستاني طالبانو ویلي چې په هغه صورت کې د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم لیګ (ن) مشر نوازشریف تضمین ورکړي.
سره له دې چې حفیظ حسین احمد وايي چې مولانا فضل الرحمن له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی خو د دغه ګوند ویندوی عبدالجلیل جان وویل چې مولانا د شحصي چارو لپاره بهر ته سفر کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه بل مشر سراج الحق ویلي چې د خبرو لپاره د پاکستاني طالبانو له وړاندیزه وروسته د پاکستان حکومت د امریکا اشارې ته انتظار دی.
ده وویل چې د پاکستان حکومت د سولې په خبرو کې ریښتونی نه دی ځکه د امریکا امر ته انتظار باسي.
ده همداراز وویل: که امریکایان له طالبانو سره خبرې کوي پاکستان ولې له طالبانو سره خبرې ونه کړای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqt9n.ak97q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته