جاپان په افغانستان کې د پراختیایې پروژو د ودې لپاره نږدې ۱۱۷ میلیونه امریکایې ډالر له افغان حکومت سره مرسته وکړه.
د دې مرستې تړون نن په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول او په کابل کې د جاپان د سفیر له خوا لاسلیک شو.
د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي د دې تړون د لاسلیک کیدو پر مهال د دې پیسو د مصرف د څرنګوالي په اړه داسي وویل :
"کومې پروژې چې مهمې دي هغه د کابل هوایې ډګر او د سړکونو د ترمیم پروژې دي چې تړون یې لاس لیک شو."
د نوموړي په وینا دا پيسې د هغه درې میلیارده ډالرو یوه برخه ده؛ چې هیواد یې د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره ژمنه کړې وه.
جاپان تیره اونۍ په افغانستان کې د بشري خدماتو د ودې په هدف په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر سره د ۲۸۱ میلیونه ډالرو د مرستې تړون لاس لیک کړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)