تاند- په داسي حال کې چې په ولسي جرګه کې د فاریاب استازو په خپل ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدا له درکه اندېښنه ښيي، په فاریاب کې چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو پر ضد د امنیتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې شاوخوا اویا سخت دریځي وژل شوي دي.
د فاریاب چارواکي وايي چې دا شمېر طالبان په وروستیو درو ورځو کې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د فاریاب د چارواکو په ادعا په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې د قیصار د ولسوال ملا عبدالصمد او څو نور مشران هم شامل دي.
د فارياب د والي وياند وايي په دغو عملياتو کې درې پوليس او د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي خو ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
بيدار په عین حال کې ومنله چې د عملیاتو له کبله ګڼې کورنۍ مجبوره شوي چې نورو سيمو ته بېځايه شي. دا لا څرګنده نه ده، چې د ناامنيو له کبله څو کورنۍ له قيصار ولسوالۍ څخه وتلي دي.
د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدار وویل، ځينې وسلوال مخالفان د خلکو په کورونو کې پټ شوي ځکه دغه عمليات ورو روان دي.
وسلوالو طالبانو په فارياب کې د عملياتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي خو په ولسي جرګه کې پرون د فاریاب ولایت وکیلانو اندېښنه ښکاره کړه چې که د فاریاب ناامنیو ته پام وانړول شي، د دغه ولایت ناکرارۍ به د شمال نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
خو د مورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړ، چې د دولت وسله وال مخالفان به په فاریاب کې وځپل شي او ناامني به له دې ولایته نورو سیمو ته ونه غځېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)