د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د کندهار په ولایت کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوالو ته مرګ ژوبله وا وښتله.
د کندهار د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ د وام درې په سیمه کې یو بایفور موټر په هغه ماین باندې وخوت چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا په سړک کې ځای پرځای شوی و چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۰ تنه شهیدان او ۱۲تنه نور ټپیان شول.
حامدکرزي د دې په ترڅ کې چې د خلکو د تګ راتګ په لاروکې یې د ماینونو ایښودل په کلکه وغندل، د ښځو او ماشومانو وژل یې یو ډارن، غیر انساني او نه بخښوونکی عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس د دغې پیښې د شهیدانو پاتې کسانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)