دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 68248
امریکايی سناتورافغانستان ته د امریکا د مرستو مخه نیسي
تاند- د امریکا د مشرانو جرګې د جمهوریتپال ګوند یوه مخکښ غړي پرون وویل، له افغانستان سره به د امریکا د ځینو مرستو مخه ونیسي.
سناتور کراکر، چې د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړی دی، وايي د هغو ۷۵ ملیون ډالرو په شمول، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکي کال د انتخاباتو لپاره په نظر کې نیول شوي دي له افغان حکومت سره به د امریکا د مرستو تر هغو پوري مخه نیسي چې د اوباما حکومت د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د نغدي مرستې په اړه دقیق مالومات نه وي ورکړي.
سناتور باب کراکر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې (یو ایس ایډ) مشر راجیو شاه ته په استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې د ده پخواني لیک ته سم ځواب نه دی ویل شوي، بشپړ مالومات نه دي ورکړای شوی او له دې کبله له دې پرته چې د امریکا د ملیونونو ډالره بهرنیو مرستو مخه ونیسي بله چاره نه ده ورپاتې شوې.
کراکر ویلي:«د پیسو منظوري به تر هغو بنده وساتم چې د موضوع په اړه بشپړ مالومات نه وي راکړای شوي او سم ډاډ نه وي راکړای شوی چې په افغانستان کې زموږ پالیسۍ زموږ له ملي ګټو سره سمې دي.»
د امریکا ولسي استازي وايي، که امریکا هر چا ته هرڅومره مرسته ورکوي باید د هغو حساب کتاب موجود وي، د رسمي چاینلونو له لارې ورکړای شي او په پای کې دا ثبت شي چې څومره پیسې په څه ولګېدې
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfc0dv.w6dcjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته