دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۰۴
د مطلب کود : 68354
*حامدکرزي د ولسي جرګې پر غړي محمد محقق باندې تروریستي برید په کلکه محکوم کړ
 د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کابل ښار په دریمه ناحیه کې د ولسي جرګې پر غړي محمد محقق باندې هغه تروریستي برید په کلکه محکوم کړ چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن سهار د کابل ښار په دریمه ناحیه کې د ولسي جرګې د غړي محمد محقق د موټرو پر کاروان باندې د افغانستان د خلکو د دښمنانو لخوا تروریستي برید تر سره شو چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
حامدکرزي دغه برید په کلکه وغانده، وې ویل: د افغانستان دښمنانو ددغه تروریستي عمل په تر سره کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې پردي او د هغوی نوکران د افغانستان د مشرانو او سیاسي شخصیتونو د له منځه وړلو په هڅه کې دي.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس له ښاغلي محمد محقق سره د نوموړې پېښې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې او نوموړي ته یې ددغه پېښې له امله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په خاطر خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
حامدکرزی د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdos09.yt0jk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته