دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 70671
عزیز: پاکستان ته به د حامد کرزي لپاره د سفر زمینه برابره کړو
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پرون په اسلام اباد کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هیګ سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو لپاره کابل ته ځي، څو پاکستان ته د نوموړې د سفر لپاره لاره هواره کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز د چارشنبې په ورځ وویل چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي.
د نوموړې په وینا په دې سفر کې به هڅه وکړي چې؛ پاکستان د ولسمشر حامد کرزې د سفر لپاره زمینه برابره کړي.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز په دې اړه څرګندونې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر ویلیم هیګ سره په اسلام اباد کې په یوه ګډه خبرې غونډه کې کولې.
ویلیم هیګ د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره پرون اسلام اباد ته رسیدلی دی.
له سرتاج عزیز څخه په دې خبرې غونډه کې وپوښتل شول چې؛ په لندن کې د بریتانیا، پاکستان او افغانستان د مشرانو په درې اړخیزه غونډه کې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ وشو، خو اوس دا دفتر تړلی، پاکستان د بریتانیا په همکارۍ ددې دفتر په بیا پرانیستلو کې څه رول لوبولی شي؟

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل:

"د طالبانو دفتر په موقته توګه تړل شوی، نه دایمي. نو موږ هیلمن یوو، هغه ستونزې به چې پر دې دفتر د طالبانو د امارت د بیرغ او لوحې د پورته کولو له کبله رامخې ته شوې هوارې شي او د طالبانو او امریکا ترمنځ به یو ډول خبرې اترې پیل شي. بل ګام به دا وي چې ایا طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره هم خبرې وکړې کنه.
دا دواړه هڅې زموږ، بریتانیا او امریکا له خوا روانې دي څو د سولې لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي. کله چې خبرې پیل شي نو دوام به وکړي."

د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل:

"موږ د طالبانو د دفتر په اړه هم خپلو کې خبرې اترې وکړې، موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو، بریتانیا له مودو راهیسې په افغانستان کې د سولې د بهیر پلوي ده.

موږ فکر کوو چې؛ په افغانستان کې د سولې د بهیر بریالي کېدل تر ډیره د پاکستان په ګټه تمامیږي. زه د سولې له پروسې سره د پاکستان د ملاتړ هرکلۍ کوم."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې خوشاله دی چې؛ په بهرنیو اړیکو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار کابل ته ځي.
د ویلیم هیګ د سیمې د امنیت لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ډیرې مهمې دي او بریتانیا به د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
سرتاج عزیز هم ټینګار وکړ چې؛ په افغانستان کې سوله او امن د پاکستان په ګټه دی. نوموړې هیله څرګنده کړه چې کابل ته د خپل سفر پر مهال به وکولی شي چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کري د سفر لپاره لاره برابره کړي.
د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان نوې حکومت تر دې مخکې هم ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې وه، خو ولسمشر حامد کرزي ویلي په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړې خو سفر یې باید مثبت نتایج ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqay.t1auy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته