دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 70913
عزیز: پاکستان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي
د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، که د افغانستان د سولې عالي شورا ځیني وغواړي، نور طالب زندانیان به هم له خپلو زندانونو ازاد کړي.
سرتاج عزیز دغه خبري ماسپښین د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه خبري غونډه کې وکړې.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیله لري چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د افغان حکومت هڅې په راتلونکې کې نتیجه ورکړي.
د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، چې د دې هېواد نوی حکومت له افغانستان سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتنه لري.
سرتاج عزیز هم د نورو پخوانیو پاکستانیو چارواکو په څېر وویل، سوله ییز او با امنه افغانستان د پاکستان په ګټه دی او په همدې خاطر د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلی عزیز چې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته یې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کابل کي یوې خبري غونډي ته خبري کولې وویل، هیواد یې پخوا هم د افغانستان د سولې په هڅو کې همکاري کړې او په راتلوونکي کي به یې هم وکړي:

“ لکه څرنګه چې ما مخکې ویلي، موږ له طالبانو سره ځینې تماسونه لرو، خو موږ هغوی نه کنټرولو.

کله چې د سولي عالي شورا زموږ څخه غوښتنه وکړه، چې د طالبانو سره د کتنې او هغوی ته د خوندي عبور زمینه مساعده کړو، نو موږ دا کار وکړ او هغه بهیر ته مو اسانتیا برابره کړه.

همدارنګه د سولي عالي شورا دغوښتني له مخي موږ ۲۶ تنه بندي طالبان ازاد کړل او د هغو عبور ته مو هم لاره برابره کړه. او که په راتلوونکي وخت کي بیا هم دغه ډول غوښتنه وسي موږ به همداسې یو رول ولوبوو.”

د پاکستان د صدراعظم سلاکار دغه خبري د هغه پوښتني په ځواب کي وکړې، چې ایا قطر ته د طالبانو استازي په پاکستانیو پاسپورټونو تللي؟!

سرتاج عزیز وویل چې د افغانستان د سولي د بریا ضمانت نه سي ورکولای، خو په دې سوله کي باید ټول اړخونه شامل وي.

دده په خبره پاکستان یوازي د افغانستان د سولي له کوښښونو سره د همکاریو او اسانتیاوو د برابرونکي رول لري.

په دې غونډه کي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول وویل، له پاکستان سره د ښو او پراخو اړیکو په برخه کي د دوی کوښښونو تراوسه ښه نتیجه نه ده ورکړې.

خو ښاغلي رسول هیله وښودله، چې په راتلوونکي وخت کي به خبري مثبته نتیجه ورکړي:

“هیله من یم چې افغانستان ته د دوی دغه یو ورځنی سفر ښه تیر سي او موږ ښې نتیجې ځني ولرو، د افغانستان اوسني دولت تر بل هر پخواني دولت د پاکستان له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پیاوړی کیدو لپاره ډیرې هڅې کړي، په خاصه توګه له ترهګرۍ سره یې په مبارزه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پياوړي کیدو لپاره هڅې کړي،
خو له بده مرغه د افغانستان د دولت دغو هڅو هغسې چې موږ تمه ځيني لرله ، نتیجه نه ده ورکړې. ”

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ له افغان حکومتي چاراکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی.

د افغان چارواکو په خبره ټاکل سوې، چې نوموړی به د یکشنبې د ورځي په ماښام په ارګ ماڼۍ کي له افغان ولسمشر کرزي سره روژه ماتی وکړي او هغه ته به د پاکستان د صدراعظم بلنه هم ورکړي، چې پاکستان ته سفر وکړي.

په پاکستان کي له وروستیو انتخاباتو او د نوي حکومت له پیل سره سم دا لومړی لوړپوړی پاکستانی چارواکی دی، چې افغانستان ته سفر کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxwnq.23nvzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته