دخپریدو نیټه :شنبه ۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 82320
عزیز: پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نه لري، خو غير رسمي اړيکې ورسره لري

په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي؛ له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې د افغان دولت خپل مسووليت دى او پاکستان به يې يوازې مرسته کوي.
"سرتاج عزيز" له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل؛ پاکستان پر افغان طالبانو کنټرول نه لري، خو غير رسمي اړيکې ورسره لري.
ده وويل، له افغان طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ بېول د افغان دولت خپل مسووليت دى:
افغان دولت له څو کلونو راهيسې هڅه کوي، د سولې عالي شورا په مرسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.
وسله والو طالبانو له افغان دولت سره له مستقيمو خبرو ډډه کړې ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccx1q4.2bqii8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته