دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 73848
چین او ترکمنستان د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا لپاره حیاتي وباله
تاند- د ترکمنستان او چین د ولسمشرانو له لوري د ستراتیژیکو اړیکو د همکاریو په لاسلیک شوې اعلامیه کې ویل شوي چې«په منځنۍ اسیا کې امنیت او ثبات د افغانستان له حالاتو سره نژدې تړاو لري.»

د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو ګډه اعلامیه عشق اباد ته د چین د ولسمشر ژینپینګ د سفر په لړ کې (سې شنبه او چهارشنبه) د ده او د ترکمن ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف ترمنځ لاسلیک شوه.

په اعلامیه کې ویل شوي:«دواړه خواوې د افغانستان د یووالي، د خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر اساس په دغه هیواد کې د نړیوالې ټولنې د هلوځلو ملاتړ کوي او لېواله دي چې د یوه خپلواک، پرمختللي، باثبات او سوله ییز افغانستان د رامنځته کولو لپاره هیڅ راز هلې خلې ونه سپموي او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای په افغانستان کې د سولې د بیا ټينګېدو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.»

په اعلامیه کې یادونه شوې چې ترکمنستان له افغانستان سره، چې له ډېرې مودې راهیسي بې ثباته دی، اوږده پوله لري.

د سږ کال په لومړیو کې ترکمنستان په افغانستان کې د پرمختیايی چارو د غونډې کوربه و. په غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو، نړیوالې ټولنې او مرستندویو هیوادونو استازو ګډون کړی و.

ترکمنستان په افغانستان کې د اقتصادي ثبات لپاره هم د ملګروملتو د هلوځلو ملاتړ کړی دی.

په وروستیو کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تر تاجکستان پوري د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو کار پرانست.

ترکمنستان د افغانستان شمال او شمال لوېدیځو ولایتونو ته د برېښنا صادرات زیات کړي او غواړي چې نور یې هم زیات کړي.
د دوو هیوادونو ترمنځ بله مهمه اقتصادي پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نللیکې پروژه ده چې تفاهملیکونه یې لاسلیک شوي او اوس یې کار نړیوالو پانګوونکو ته ځنډېدلی دی.
د چین ولسمشر د عشق اباد د سفر په لړ کې له خپل ترکمن ساري سره څو موافقې هم لاسلیک کړې.
په دې موافقو کې تر ۲۰۲۰ پوري له ترکمنستان څخه چین ته د کال ۶۵ ملیون مترمکعب ګازو صادرات هم شامل دي.
د چین ولسمشر د منځنۍ اسیا او روسیې له رسنیو سره په مرکه کې وویل چې د چین او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري د انرژۍ د نړیوالې همکارۍ لپاره بېلګه کېدای شي.
دا د مارچ له میاشتې چې ښاغلی ژینپینګ د چین ولسمشر غوره شوی، د منځنۍ اسیا سیمې ته د ده لومړنی سفر دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch66nq.23nxkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته