دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 74085
"سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ نن پیلږي"
حج او اوقافو د وزارت چارواکي وايي چې؛ نن به سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو لیږل پیل شي.
د دې وزارت مالي او اداري مرستیال داعي الحق عابد ازادي راډيو ته وویل چې؛ نن (یکشبنه) ناوخته به د افغان حاجیانو لومړنۍ ډله د صافي هوايي شرکت په ذریعه له کابله د سعودي عربستان پر لور روانه شي.
که څه هم په تیرو څو کلونو کې سعودې عربستان ته د افغان حج کوونکو د تګ او راتګ پر پروسې انتقادونه شوي دي؛ خو د حج او اوقافو د وزارت چارواکي وایي؛ سږکال یې دې پروسې ته ځانګړې تیاریانې نیولي دي.
د دې وزارت مرستیال داعي الحق عابد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ سږکال یې زیاتې هڅې کړي چې؛ افغان حج کوونکو ته په سعودي عربستان کې د ټرانسپورټ، د اوسیدو د ځای، خوراک، روغتیا او داسې نورو چارو کې لازم خدمات برابر کړي.
ښاغلي عابد وویل، د افغان حج کوونکو لومړۍ ډله به دیکشنبې په ورځ ناوخته د سعودي عربستان په لورې حرکت وکړي.
"سږکال څلرویشت زره کسان انشاءالله سعودي عربستان ته ځي؛ لومړی پرواز مو نن پیلیږي.
د تېرو کلونو په څېر مو له درې هوايي شرکتونو، اریانا، صافي او کام ایر سره تړونونه کړي دي؛ څو په ښه توګه فعالیت وکړای شي، سږ کال مو د تېرو کلونو په پرتله دې پروسې ته ښه تدابیر نیولي ديږ"
ښاغلي عابد وویل، افغان حج کوونکي د ولایتونو د نفوسو پر اساس تنظیم شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتوله مخې په تیرو کلونو کې د حج د فریضې اداءکولو ته هرکال له هېواده دېرش زره کسان سعودي عربستان ته تلل؛ خو سعودي عربستان سږکال په بیت اله شریف کې د ځینو پراختیایي چارو له امله له څلرویشت زرو افغان حج کوونکو سره موافقه کړې ده.
افغان حاجیان په تیرو کلونو کې په دې پروسه کې د یولړ ستونزو شاهدان وو؛ همدارنګه له هوایي ترانسپورټ یې هم شکایتونه لرل؛ خو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، سږ کال یې د حاجیانو لیږدولو او بېرته ستنولو ته جدي تدابیر نیولي دي.
د دې وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال وویل:
"د ټرانسپورټ وزارت په دې اړه بشپړچمتوالی لري؛ کوم لازم خدمات چې باید حاجیانو ته مهیا شي، ترتیبات ورته نیول شوي، له دې پسې د کندهار، هرات، مزارشریف له هوايي ډګرونو څخه هم پروازونه پیل شي، هیله ده، سږکال افغان حاجیان په دې پروسه کی هیڅ ډول ستونزه ونه ویني."
قلاتوال وویل، د افغان حج کوونکو پروازونه یې د کابل، کندهار، هرات او مزارشریف له هوایي ډګرونو څخه تنظیم کړي دي.
په تیرو څو کلونو کې د حج په پروسه کې د بې کفایتي او درغلیو له امله د دې وزارت ځیني لوړپوړي چارواکی څارنوالۍ ته هم پیژندل شوي او حتی له دندو هم لیرې کړای شوي دي.
خو سږکال دا وزارت د یادې پروسې ښه ترسره کېدو ته د پراخو تدابیرو خبر ورکوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcbsgbz.rhbawp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته