دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 75091
."غزني کې ۱۸ ټنه چاودېدونکي توکي نیول شوي"
د غزني مرستیال والي، محمد علي احمدي وايي، د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شپږ وسله وال ‌طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا د طالبانو دوه مشهور قومندانان هم په ټپي شویو کسانو کې شامل دي، چې د نوموړي په وینا هغو عملیاتو کې ټپیان شول، چې غزني ښار ته څېرمه شالیز سیمه کې، تېره شپه تر سره شول .
د مرستیال والي په وینا ټپيان شوي طالب قومندانان، غزني کې هغه برید کې شامل وو، چې د وږي میاشتې په شپږمه تر سره شو.
د نوموړي په وینا هغه برید کې له ۷۰ ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د محمد علي په وینا، بهرني ځواکونو له ډېرې مودې راهیسې د ټپي شويو کسانو او دوی د ملګرو لټون کاوه، چې تېره شپه یې له هیليکوپتر څخه د سپکو وسلو په ډزو وویشتل.
د ښاغلي احمدي په وینا، دغه ولایت کې په یو لړ نورو عملیاتو کې ۱۸ ټنه چاودېدونکي توکي نیول شوي، چې له پکتیکا ولایت څخه غزني ته د خوراکي توکو په نوم لېږدول کېدل.
هغه زیاته کړه، له نیول شویو چاودېدونکو توکو سره یې دوه کسان هم نیولي، چې هغه یې د امنیتي دلیلونو پر بنسټ له نوم اخېستو ډډه وکړه.
غزني د افغانستان له نا ارامو ولایتونو څخه دی، چې په کې ډېری مهال د ناامنیو پېښې رامنځ ته کېږي.
د اګست په ۲۸ د غزني ولایتي بیارغونې ټیم پر مرکز وسله والو طالبانو ډله ییز برید وکړ، چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غزني ولایتي بیارغونې مرکز کې امریکايي او پولنډي پوځيان مېشت دي.
د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته هغه مهال وویل، برید د چارشنبې مازدیګر څلور بجې هغه مهال پیل شو، چې د دفتر پر ختيځ دېوال له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر وجنګول شو او وچاودېد.
د نوموړی په وینا، بیا وروسته نورو په وسلو سمبالو کسانو د دغه دفتر پر لوېديځه دروازه برید وکړ.
د غزني ولایتي بیارغونې دفتر کې امریکايي او پولنډي سرتېري مېشت دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcjvyea.uqeihz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته