دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 75872
په فاریاب ولایت کې د ماین چاودنې ۳ سرحدي پولیس وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي

دفاریاب چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې درې سرحدي پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په فاریاب کې د سرحدي پولیسو یوه مسوول غیاث الدین نن ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دغو پولیسو موټر تیره شپه په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پر ماین وخت.
نوموړي وویل، چې دغه سرحدي پولیس له خپله کنډکه د تصفیوي عملیاتو لپاره راوتلي وو.
د یوه بل خبر له مخې د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیلي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ولایت په مرکز کې نن سهار د ماین په یوه چاودنه کې د ملي امنیت یو څارنوال وژل شوی او دوه ساتونکي یې ژوبل شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgx79u.ak9nu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته