دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 76228
مولانا فضل الرحمن د ولسمشرکرزي په بلنه کابل ته سفر کوي

تاند- د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند نن/ یکشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په بلنه راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر کوي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند ویندوی جان اڅکزي وویل چې د ګوند مرکزي کمېټې پرېکړه وکړه چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر لپاره د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي بلنه ومني.
مولانا فضل الرحمن به د یوه پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ شي. له ده سره به په دې سفر کې ویاند جان اڅکزی، مولانا ګل نصیب خان، مولانا عبدالواسع او مفتي ابرار ملګري وي.
ښاغلي اڅکزي کابل ته د فضل الرحمن سفر د خلکو ترمنځ د تماسونو پراساس د ښه نیت نښه وبلله. ده همداراز وویل:«څرنګه چې د افغانستان ولسمشر فضل الرحمن ته بلنه ورکړې نو د خبرو اجنډا به هم افغان ولسمشر وټاکي.»
د افغانستان ولسمشر مخکې هم د فضل الرحمن په ګډون د پاکستان بېلابېلو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره د افغانستان د سفر بلنې ورکړي دي.
ښاغلي کرزي په وروستیو ورځو کې د بهرنیو چارووزارت له لارې مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه لېږلې وه.
مولانا فضل الرحمن به د افغانستان د ولسمشر او د سولې د عالي شورا د غړیو په شمول له بېلابېلو افغان چارواکو سره په سیمه کې د سولې او ثبات پر لارو چارو خبرې وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc4iqm.2bqei8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته