دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 76987
کندهار: په غورک ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي حمله کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي
افغان چارواکي وايي، د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د ناټو په هوايي حمله کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوې دي.
د غورک ولسوال دارو خان نن ازادۍ راډیو ته وویل، د دوي د کشفي معلوماتو په اساس بیګاه شپه وسله والو غوښتل پر ولسوالۍ برید وکړي.
د دارو خان په وینا له بریده وړاندې ناټو ځواکونو ته خبر ورکړل شو او ناټو په سیمه کې بمباري وکړه چې؛ وسله والو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefo8f.jh8pvi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته