دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 77046
امریکا له مناس څخه خپل ترانزیتي مرکز رومانیا ته لېږدوي

تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، د دغه هیواد پوځیانو په قرغیزستان کې د مناس له هوايي اډې څخه رومانیا ته لېږد پیل کړ.
د قرغیزستان له مناس هوايي اډې څخه په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د یوه اکمالاتي مرکز په توګه کار اخیستل کېده.
د قرغیزستان ولسمشر الماس بېک اتمبایف ویلي و چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې، چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، قرغیزستان خپله اډه بندوي.
ده یوه مقرره لاسلیک کړه چې په جون کې به د قانون بڼه خپله کړي. دا مقرره وايي چې امریکايي پوځیان باید د مناس له نړیوال هوايي ډګره د ۲۰۱۴ کال د جولای تر پایه ووځي.
د امریکا دفاع وزارت د مناس له نړیوال هوايي ډګر څخه بل ځای ته د ترانزیتي مرکز د لېږدولو کار پیل کړی او غواړي په مناس هوايي ډګر کې خپل اوسنی ترانزیتي مرکز د ۲۰۱۴ کال تر جولای پوري د قرغیزستان حکومت ته وسپاري.
د پینتاګون له خبرپاڼې سره سم: په راتلونکو نهو میاشتو کې به د قرغیزستان له حکومت سره په نژدې همکارۍ د ترانزیتي مرکز د انتقال چارې په داسي حال کې اجرا او بشپړې کړي چې په افغانستان کې د نړیوال امنیتي ځواک ملاتړ دوام وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پینتاګون ویندوی جورج لیټل رسنیو ته وویل چې د امریکا دفاع وزیر چک هېګل او د رومانیا دفاع وزیر میرسیا دوسا د جمعې په ورځ په خپله کتنه کې موافقه وکړه چې د مناس د هوايي اډې له بندېدو وروسته به د امریکايي پوځیانو لپاره افغانستان ته وړل کېدونکي او یا له افغانستانه راوړل کېدونکي مواد او وسایل د رومانیا د میخاییل کوګاانیسیانو هوايي ډګر له لارې انتقالېږي.
د ده په وینا د امریکا او رومانیا دفاع وزیرانو موافقه کړې چې د رومانیا د هوايي ډګر له لارې به امریکايي پوځیان او لوژیستیکي وسایل لېږدول کېږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb0gbz.rhbzap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته