دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 77131
د هند صدراعظم له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ

تمه ده چې د هند صدراعظم من موهن سنګ نن له روسيي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته ورسیږي.
من موهن سنګ به د روسيې او هند ترمنځ په ۱۴ کلنۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې به من موهن سنګ د روسيې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وویني او هند ته د روسيې د پوځي سامان الاتو د ورکولو په شمول به په اقتصادي برخه کې د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
دغه را زد هند صدراعظم او د روسيې ولسمشر به راتلونکي کال له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او پر سیمه کې د هغې د اغیز په باب هم خبرې ترسره کړې

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqq9u.ak9uw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته