دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۳
د مطلب کود : 77391

د دره نور ولسوالۍ په دوه و کليو وايګل او ستن کې په بېلابېلو خپلمنځي شخړو کې دوه تنه وژل شوي دي.
تېره شپه د دره نور ولسوالۍ په وايګل سيمه کې يو تن چې پخوانۍ دښمنې يې درلوده وژل شوى دى او حمله کوونکى له سيمې تښتيدلى دى .
نن ماسپښين ٢ بجې د همدې ولسوالۍ په يو بل کلي ستن کې د نامعلومه وسله والو له لوري د قاري مشتاق په نوم يو تن بل هم وژل شوى دى او قاتيلينو يې له سيمې فرار کړى دى.
د دره نور ولسوال قاري اسرار په وينا دواړه پېښې يې له نږدې کتلي دي او جلا – جلا پېښې دي چې د پخوانيو بديو له امله رامنځته شويدي.
ولسوال زياته کړه ، چې امنيتي موظفين د پېښې سيمې ته رسيدلي ترڅو د دې پېښې عاملين تثبيت او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

سرچينه : دصدای افغان خبری اانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezx8f.jh8foi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته