دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۲۳:۱۴
د مطلب کود : 77871
د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسود وژنه تاييد شوه
د پاکستان جګپوړي استخباراتي چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکې په پرونۍ حمله کې د پاکستاني طالبانو یو مرکز چې حکیم الله محسود کار ترې اخیست په نښه شو.
د آزادۍ راډیو د مشعل څانګې خبریال د سیمه ایزو او استخباراتي چارواکو په حواله وايي چې په دې برید کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود، د نوموړي ډرېور عبدالله او امنیتي ګارډ یې طارق مسود وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو مشعل راډیو ته وویل، حکیم الله محسود او نور مشران په جنازه جومات کې د یوې غونډې لپاره راټول شوي وو، څو د پاکستان له حکومت سره د سولې پر مسئله خبرې وکړي. خبر زیاتوي چې د طالبانو غونډه له نتیجې پرته پای ته ورسېده او حکیم الله محسود د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه په پنځه کیلومترۍ کې په ډنډ درپه خېل سیمه کې د خپل کور خواته روان شو چې د بې پیلوټه الوتکې حمله وشوه.
د استخباراتو یوه مقام ویلي، په پرونۍ حمله کې بې پیلوټه الوتکې پر هغه موټر چې د طالبانو د مرکز مخې ته ولاړ و، دوه توغندي وویشتل. له دې یوه ورځ مخکې په همدې سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په یوه بله حمله کې درې افراطي وسله وال ووژل شول.
د بې پیلوټه الوتکو حملو ته په پاکستان کې په ډېر بد نظر کتل کېږي خو واشنګټن له تروریزم سره په مبارزه کې دا حملې مهمې بولي.
واشنګټن وايي، د طالبانو او القاعده مهم مرکزونه په وزیرستانونو کې دي او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او همداراز د لویدیځ پرضد حملې په همدې ځای کې تنظیمېږي.
د پاکستان په قلمرو کې دننه پرونۍ حمله په داسې حال کې کېږي چې د دې هېواد صدراعظم نوازشریف یوازې یوه اونۍ مخکې په واشنګټن کې له ولسمشربارک اوباما سره په کتنه کې د دې بریدونو د بندېدو غوښتنه وکړه.
همداراز د اپوزیسیون د مهمې ډلې، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که له پاکستاني طالبانو سره د سولې د روانو خبرو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو برید وشي نو په ټول پاکستان کې به د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړي.
عمران خان په لاهور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د ده ګوند دا توان لري چې د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړي.
د پاکستان دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، له ۲۰۰۸ کال راهیسې پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو په څه باندې درې سوه حملو کې له دوه زرو زیات افراطي وسله وال او اوه شپېته ملکي وګړي وژل شوي دي په داسې حال کې چې ځینو نورو موسسو، په دې حملو کې د ملکي وګړو تلفات تر دې څو ځلې زیات ښودلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz6nq.23nqqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته